کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د کندوز ولایت د کرونده ګرو او مالدارانو د ستونزو حل او د اړتیاو پوره کول د هېواد د کرنیز سکتور د پرمختګ برخه کې یو مهم امر وباله او د ملګرو ملتونو له خوړو او کرنې سازمان له مسوولینو یې وغوښتل، چې د دغه ستونزو په حل کې مرسته وکړي او پای ته یې ورسوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر لیکلي: د ملخانو پر وړاندې کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رئیس ریچارډ ټرانچارډ په حضور کې په کندز ولایت کې پیل شو.
د کندوز د کرنې رئیس مولوي امان الله حسن هم د ملخانو له امله د اوښتو زیانونو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان د خوړو او کرنې ادارې له مسوولینو یې وغوښتل چې د صحرايي ملخانو پر وړاندې د مبارزې او کنټرول په برخه کې تخنیکي او بودیجې مرسته وکړي.
له بلې خوا د تخار ولایت د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د خلکو پر کرنیزو ځمکو د ملخانو د پراخ یرغل خبر ورکوي وايي، د دې ولایت په اتو ولسوالیو کې له ملخانو سره د مبارزې کمپاین روان دی.
د پیغام پای/
Your Comment